انصار: ( د وری31مه)، د یاد هېواد د «فضايي سازمان» ویاند حسین دلیریان پر خپله ایسک پاڼه لیکلي چې پر اصفهان ښار د بریدونو هیڅ برید نه دی شوی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن سهار په اصفهان ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
اې بي سي نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا بریدونه د اسرائیلو له لوري شوي دي.
په همدې حال کې ایراني رسنیو بیا ویلي چې د ایران هوايي دفاعي سیسټم دا بریدونه شنډ کړي دي.
اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې ایران په دمشق کې د دوی پر قونسلګري د برید په غبرګون کې د تېرې یکشنبې په شپه پر اسرائیل بریدونه وکړل.
د اسرائیلو حکومت ویلي چې د ایران بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31175